د اوو هېوادونو ډله: د روسيې او اوکراين شخړه ښايي د نړيوالو خوراکي موادو امنیت ته زيان ورسوي
CMG2022/05/15 15:10:09
شريکول:

د اوو هېوادونو ډلې‌ د مې میاشتي پر ۱۴مه نېټه وويل، چې د روسيې او اوکراين شخړه ښايي د نړيوالو خوراکي موادو امنیت ته زيان ورسوي. د اوکراين پر صادراتي‌ خوراکي موادو باندې لګول شوي بندیز د نړيوالو خوراکي‌ موادو د کمښت حالت نور سخت کړی.

د اوو هېوادونو ډلې د زراعت وزيرانو د مې پر ۱۳مه او ۱۴مه نېټه د جرمني په ستوتګارټ کې يوه غونډه تر سره کړه، چې په کې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې له امله د نړيوالو خوراکي‌ موادو د امنيت مسئلې په اړه يې بحث کړی.

د اوو هېوادون ډلې له دغې غونډې وروسته په يوه ګډه اعلاميه کې له روسيې څخه وغوښتل،‌ چې د اوکراين پر اساسي بنسټونو، په تېره بيا پر بندرونو او پټليو، بريدونه بند کړي او اوکراين ته اجازه ورکړي،‌ چې لږ تر لږه ۲۵ ميليونه ټنه خوراکي مواد صادر کړي.

د جرمني د زراعت وزير وويل، چې اوسمهال نړۍ بايد په ګډه توګه د لوږۍ ضد مبارزه وکړي.