په اسيا کې د خپلې ډلې د جوړولو لپاره د امريکا نيت يو ځل بيا ناکام شوی
CMG2022/05/15 19:24:29
شريکول:

د امريکا او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ځانګړۍ سرمشريزه پر ځايي وخت د مې مياشتې پر ۱۳مه نېټه په واشينګټن کې پای ته ورسېده.

د امريکا مغروري او تسلط په دغه غونډه کې په ډاګه شوی. امريکا د تېر مارچ په پای کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې له موافقې پرته په يو اړخيزه توګه د دغې سرمشريزې غونډې وخت خپور کړی او د دغه هېواد ولسمشر جوبايډن د دې غونډې پر مهال د مصروفيت په پلمه هيڅ دوه اړخيز ملاقات نه دی تنظیم کړی. د امريکا له يادو کړنو څخه ښکاري، چې دغه هېواد د دغې سرمشریزې په اړه کم صميميت ښودلی دی.

امريکا په دغه غونډه کې د هندو – ارام سمندر سيمې اقتصادي چوکاټ وړاندې کړی، خو دغه وړانديز د غونډې د نورو برخوالو هېوادو له سړې رويې سره مخامخ شوی، ځکه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونه ټولنه پر خپلواکو تګلارو د ټينګار کولو دريځ لري او د امريکا د هغه نيت پر وړاندې بېدار اوسي، چې نور هېوادونه ګواښي چې په خپل ليک کې ودريږي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن به له يادې غونډې وروسته له کوريا جمهوريت او جاپان څخه ليدنې وکړي او د جاپان په پلازمينه توکيو کې به د څلورو خواوو د امنيت د ډيالوګ په سرمشريزه کې ګډون وکړي. دا به د امريکا د ولسمشر په توګه د جوبايډن لومړی اسيايي سفر وي.

اسيايي هېوادونه د هغو عملونو هرکلی کوي، چې د اسيا د سولې او پرمختګ لپاره ګټور وي، خو هره هغه کړنه نه مني، چې د سيمې سولې او ثبات ته زيانونه رسوي او د سيمه ييز يووالي ويجاړول غواړي. د امريکا هغه نيت به خامخا ناکام وي، چې غواړي په هندو او ارام سمندر سيمه کې د ناټو په شان خپله ډله جوړه کړي.