د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا رسنيو د مې په ۱۴ مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ويسکونسن ايالت په ميلواکې ښار کې د ډزو درې پېښې شوي، چې له امله يې ۲۱ تنه ټپيان شوي دي.
د مالوماتو له مخې، يادې درې واړه پېښې داسې مهال شوي، چې د ميلواکي ښار په مرکز کې لسګونه زره کسان د ميواکي بوکس او بوستن کلتيکس تر منځ د باسکټبال سيالۍ د کتلو لپاره راټول شوي وو.
پوليس د ټپيانو حالت ښه ښودلی او د پېښو په تړاو يې ۱۱ کسان نيولي دي.
د يو بل خبر له مخې، په همدې نېټې د دغه هيواد د نيويارک ایالت په بوفالو ښار کې هم د ډزو پېښې شوي، چې له امله يې ۱۰ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.