کرونا وبا په ۲۰۲۰م کال کې شاوخوا ۵۵ ميليونه افريقايان سختې بېوزلۍ سره مخ کړي
CMG2022/05/16 10:58:12
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د افريقا اقتصادي کمېټې د مې په ۱۴ مه نېټه د سنيګال په پلازمينه ډاکار کې غونډه ترسره کړې ده.

يادې کېمټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې  کرونا وبا په ۲۰۲۰م کال کې شاوخوا ۵۵ ميليونه افريقايان له سختې بېوزلۍ سره مخ کړي او په دغې لويې وچې کې يې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پر چارو بدې اغېزې کړې دي.

اعلاميه وايي، چې په افريقايي هېوادونو کې هغه کسان د کرونا وبا له امله ډېر زيانمن شوي، چې لږه شتمني، ټيټ معاش او غير رسمي دندې ترسره کوي.

اعلاميه زياتوي، چې د اقليمي بدلون په شمول ځينو نورو مسئلو هم په افريقا کې د بې وزلۍ حالات کړکېچن کړي او پر اقتصادونو يې بد سيوري غوړولي دي او ډېری افريقايي هېوادونه يې د ډېرو پورونو له خطر سره مخ کړي دي.