فنلنډ د ناټو د غړيتوب لپاره رسمي غوښتنه وړاندې کوي
CMG2022/05/16 10:21:41
شريکول:


د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د فنلنډ ولسمشر سولي نينيستو د مې په ۱۵مه نېټه ویلي، چې هېواد به يې د ناټو د غړيتوب لپاره رسماً غوښتنه وړاندې کړي.

نینيستو په همدې ورځ د فنلنډ د بهرنیو او امنیتي تګلارو له شورا سره یوه غونډه کړې او پرېکړه يې کړې، چې هېواد به یې د ناټو پوځي ايتلاف ته د غړيتوب رسمي غوښتنليک وړاندې کړي.

نینستو تر يادې غونډې وروسته د هېواد له لومړي وزیر سنا مارین سره په يوې ګډې خبري ناستې کې ياده پرېکړه اعلان کړې او ويلي يې دي، چې په دې سره به د فنلنډ نوې زمانه پېل شي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې د ناټو پوځي ایتلاف د غړيتوب د ترلاسه کولوغوښتنه يې د کوم بل هېواد پر ضد نه ده.   (هیله)