د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د بهرنيو چارو کميټه څلور کلنه شوه
CMG2022/05/16 14:51:50
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال د مې په ۱۵مه نېټه د چين د دې ګوند د مرکزي کميسيون د بهرنيو چارو کاري کميټې د لومړۍ غونډې مشري وکړه او په دې سره يادې کمېټې په رسمي توګه خپلې چارې پېل او د چين د نوې زمانې د ډيپلوماتيکو چارو عمومي پلان يې روښانه کړ.

د يادې کمېمټې پر جوړېدو څلور کالونه واوښتل

د چين حکومت د پيچلو نړيوالو حالاتو او کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو افکارو په رڼا کې نوي پرمختګونه موندلي دي.

 د چين حکومت د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې، د رئيس شي جين پینګ په مرکزیت د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې تر چتر لاندې ډېرې لاسته راوړنې لري او اوس په خپل ځانګړي ډيپلوماتيک لوري روان دی.

رئيس شي جين پینګ په ۲۰۱۸م کال کې په يادې لومړۍ غونډې کې د نوې زمانې د ډيپلوماتيکو کارونو په هکله اړوندو ادارو ته هدايت وکړ، چې اړوندې څانګې دې يې په اوسنۍ او راتلونکې يوې مودې کې ډيپلوماتيک جوړښت جوړ او د سترو ډيپلوماتيکو فعاليتونو اصول دې پلي کړي، له ننګونو او ستونزو سره د مقابلې توان دې پياوړی کړي او ملي حاکميت، امنيت او پرمختيایي ګټې دې ټينګې وساتي.

د چين د ژن مين پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوهنځي د ډيپلوماسۍ څانګې استاد پروفيسور وانګ يي ګوي د چين د تېرو څو کلنو ډيپلوماتيکو چارو ته په کتو وايي، چې اوسمهال په نړۍ کې د کرونا وبا له امله نوي بدلونونه راغلي، خو چين بيا هم پر پرانيستي، ټولشموله، برابر او ګټور لوري د نړيوال کېدو بهير هڅولی دی.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار لري، چې بېلا بېل هېوادونه دې پر څو اړخيزم، د خنډونو د لېرې کولو، د ورخلاصون او پيوستون پر پلي کولو ټینګار وکړي او پرانيستی نړيوال اقتصادي جوړښت دې جوړ کړي.

پروفيسور وانګ يي ګوي په دې اند دی، چې د چين په هڅو د سيمې د هراړخيزې اقتصادي ملګرتيا تړون (رسيپ يعنېRCEP) لاسليک شوی دی.

رسيپ د سيمې د هر اړخيزو اقتصادي همکاريو د اړيکو پياوړی تړون دی، چې ډېرو هيوادونو ته به یې ګټې ورسيږي.

 د دې ترڅنګ چين د ټرانس-پاسفيک د هراړخيزو او پرمختللو همکاريزو اړيکو په تړون (CPTPP)کې د ګډون لپاره هم غوښتنليک وړاندې کړی او د ډيجيټلي چارو د همکاريو وړانديز يې کړی، چې پر مټ یې د نړيوال کېدو د کارونو او اصولو د جوړولو په برخه کې د نظامونو ضمانت برابر شوی دی.

رئيس شي جين پینګ په ۲۰۱۳م کال کې د سيمې او نړۍ لپاره د يو کمربند او يوې لارې په نوم همکاريز وړانديز وکړ او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د بهرنيو چارو کاري کميټې په خپلې لومړۍ غونډې کې ياد وړانديز تصویب کړ او حکومت ته يې دنده وسپارله، چې د يو کمربند او يوې لارې د همکاريو وړانديز د پلي کولو لپاره دې پوره هڅې وکړي.

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز نړيواله اقتصادي سمسورتيا په خوځښت راوستلې ده

پروفيسور وانګ يي ګوي وايي، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پرمختګ د هيلو ښکارندويې کوي او ډېرو  هېوادونو د دې وړانديز په پلي کولو کې ګډون کړی دی.

رئيس شي جين پینګ د تېر کال په سپتمبر کې د م.م په ۷۶مې عمومي اسمبلۍ کې د نړيوال پرمختګ وړانديز وکړ او پر نړيوالې ټولنې يې غږ وکړ، چې د پرمختيايي هېوادونو پرمختيایي اړتياوو ته دې پاملرنه او د نړيوال پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

نوموړي په روان ۲۰۲۲م کال کې د بو او اسيا فورم په کلنيو غونډو کې د نړيوال امنيت وړانديز هم وکړ.

پروفيسور وانګ يي ګوي په دې اړه وايي، چې چين د يادو دوو وړانديزونو له لارې له نړيوالو سره اداري تجربې شريکې کړي او نړيوالو ته يې خپله ځيرکتيا او پوهه وړاندې کړې ده.

پروفيسو وانګ په دې اند دی، چې اوسمهال په نړيوالو حالاتو کې پېچلي بدلونونه راغلي او نړيواله ټولنه چين ته پاملرنه کوي او ورته په انتظار ده، چې دغه هېواد به کوم ګامونه پورته کړي.

رئيس شي جين پینګ هم ويلي، چې د چين ډيپلوماتيکې ادارې دې د نړيوالو حالاتو له بدلونونو سره سم اصول وټاکي او نه يوازې د چين او نړۍ پرمختيايي حالات، بلکې پر پرمختيایي لوري موجودې ننګونې دې هم وڅيړي او د پرمختګ لپاره دې نوې لارې جوړې کړي.