د چين اقتصاد د نړۍ د اقتصادي ودې لپاره تر ټولو ځواکمن قوت دی
CMG2022/05/16 11:07:22
شريکول:

 

د چين اقتصادي پرمختګ په تېرو ۱۰ کلونو کې یعنې د دغه هېواد د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې نوې کچې ته رسېدلی دی.

د چين د ۲۰۲۱م کال د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۱۱۴۰۰۰ ميليارډه يوانه ښودلی، چې دغه رقم په نړيوال اقتصاد کې ۱۸ سلنه نيسي، حال دا چې په ۲۰۱۲م کال کې يې دغه اندازه ۱۱ اعشاريه ۴ سلنه وه.

چين د نړۍ د دوهم ستر اقتصاد په توګه خپل مقام تضمين کړی دی.  

د چين د لس کلن اقتصادي پرمختګ په مټ د هر چينايي پر سر د کورنيو توليداتو کلنی منځنی ارزښت ۱۲ زره او ۵۰۰ ډالرو ته رسېدلی او د لوړ عايد لرونکو هېوادونو اندازې ته نږدې شوی دی.

د نړۍ په اقتصادي وده کې د چين اقتصادي ونډه په وروستيو کلونو کې په سلو کې دېرشو ته رسيدلې، چې د  نړۍ په اقتصادي پرمختګ کې تر ټولو ځواکمن قوت ګڼل کېږي.

 (ژباړه: شکريه)