د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د روسیې د فدرالي کمېسيون (د مشرانو جرګې )د دفاعي او امنیتي کمېټې رئيس بندریف د مې په ۱۵مه نېټه ویلي، فنلنډ غواړي، د ناټو پوځي ايتلاف غړيتوب ترلاسه کړي او د دغه هېواد دا چاره يې د سیمه ییز سیاست په برخه کې ډېره د اندېښنې وړ بللې ده.
نوموړي ويلي، که فنلنډ د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي، نو روسیه به ورسره په سرحد کې خپل پوځي ترتیبات پياوړي کړي.
بندریف زياته کړې، چې فنلنډ او سویډن مخکې په ناټو کې د ګډون لیوالتیا نه درلوده، خو امریکې لمسولي او فشارونه يې پرې اچولي، چې د دغه پوځي ايتلاف غړيتوب ترلاسه کړي، ځکه فنلنډ د ناټو د پوځي تمرین او لمسوونې د یو ډګر، د ناټو د وسلو د ازموینې ځای او د امریکا د پوځي اډې په توګه کارول کېږي او دا چاره د امریکې لپاره ډېره مهمه او اړينه ده.(هیله)