زرګونو فلسطینیانو د مې په ۱۵مه نېټه په رام الله ښار کې د ناورين ورځې (نکبه)۷۴مه کليزه ولمانځله او د يوه لاريون په ترڅ کې يې له اسرائيل وغوښتل، چې د فلسطين د خاورې لاندې کول پای ته ورسوي او دوی ته دې حق ورکړي، چې خپلې خاورې ته ور وګرځي.
لاریون کوونکو ((خپلې خاورې ته د بېرته تګ)) شعارونه ورکول او ۷۴ ثانيې يې الارم وغږاوه او د ناورين ورځې ياد يې تازه کړ.
اسرائیل د ۱۹۴۸م کال د مې په ۱۴مه نېټه د خپلواکۍ اعلان وکړ او همهاله په منځني ختيځ کې لومړۍ جګړه ونښته، چې له امله يې نږدې یو میلیون فلسطینیان بې کوره شول. فلسطینیان اوس د مې ۱۵مه نېټه د ناورین ورځ (نکبه) بولي او هر کال د دغې ورځې یاد تازه کوي.(هیله)