شي جين پينګ د عربي متحده اماراتو نوي ولسمشر شيخ محمد بن زايد النهيان ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/05/16 11:30:28
شريکول:

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د عربي متحده اماراتو نوي ولسمشر شيخ محمد بن زايد النهيان ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، چې د چين او عربي متحده اماراتو تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې دوه اړخيزو اړيکو هر اړخيزه او ژوره وده او پرمختګ کړی دی.

دواړو خواوو د اساسي ګټو او د علاقې وړ نړيوالو مسئلو په برخه کې تل يو له بله ټينګ ملاتړ کړی، په بېلابېلو برخو کې يې ستر همکاريز برياليتوبونه تر لاسه کړي، د کرونا وبا ضد مبارزې کې يې ګډ کوښښونه کړي او ملتونه يې ټينګه ملګرتيا او دوستي لري.

 شي جين پينګ په ياد پيغام کې ويلي، چې هغه د چين او عربي متحده اماراتو تر منځ د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي او غواړي، چې له ښاغلي شيخ محمد بن زايد النهيان سره د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ژورتيا او د دواړو هېوادونو خلکو ته د ګټې رسولو په پار ګډ کوښښونه وکړي.  

 

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د عربي متحده اماراتو د پخواني ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید النهیان د مړينې له امله هم د دې هيواد نوي ولسمشر شيخ محمد بن زايد النهيان ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی و. (ژباړه: شکريه)