د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د دغه هېواد د اټومي خبرو اترو لومړي مرکچي علي باقري د مې په ۱۵مه نېټه ويلي، چې هېواد به يې د اټومي مسئلې د هراړخیز تړون د ښکیلو خواوو خبرې اترې جدي وڅيړي او د ډيپلوماتیکو کوښښونو له لارې به تر وسې هڅې وکړي، چې پر ایران د امریکې بندیزونه ختم کړي.
نوموړي ويلي، چې د ایران دښمنان غواړي، د تهران د پرمختګ مخه ونيسي، خو د ایران چټکو ګامونو او د بندیزونو د لغوه کولو وړاندیز يې دوسیسې ور شنډې کړې دي. (هیله)