چين: په تيرو ۱۰ کلونو کې يې د ازادې سوداګرۍ د تړونونو شمیر نږدې دوه چنده شوی
CMG2022/05/16 10:27:09
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت وايي، چې د ازادې سوداګرۍ د تړونونو شمېر يې د تيرې يوې لسيزې په پرتله نژدې دوه چنده زيات شوی او نوې ځانګړتياوې يې ښودلي دي.

 

چين له ٢٠١٢ کال راهيسې، له بهرنيو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ ۹ نوي تړونونه لاسليک کړي او په زياترو تړونونو کې يې هغه توليدات، چې له ګمرکي تعرفو معاف دي، ۹۰ سلنه جوړوي.

ياد وزارت وايي، چې د چين د ګمرکي تصفیې موثریت کې هم پوره ښه والی راغلی دی.

په چين کې به په ۲۰۱۷م کال کې د وارداتي مالونو ګمرکي تصفیه په څلورو ورځو کې ترسره کېده، خو اوس يې يوازې يوې نيمې ورځې کې ټولې چارې بشپړې کيږي او په همدغه کال کې به د چين د صادراتي توکو ګمرکي تصفیه شاوخوا ۱۲ ساعتونو کې بشپړېده، خو اوس یې ټولې چارې په ۱.۲ ساعتونو کې پای مومي.

د چين د سوداګرۍ وزارت يوه چارواکي وويل، چين به د ټرانس-پاسفيک د هراړخيزو او پرمختللو همکاريزو اړيکو تړون(Comprehensive and Progressive Agreement for Trans-Pacific Partnership) او د ډيجيټالي اقتصاد د همکاريزو اړيکو په تړون (Digital Economy Partnership Agreement)کې د ګډون لپاره پرله پسې کوښښونه وکړي.

 (ژباړه: شکريه)