چين د بشري حقونو شورا ته د نړيوال پرمختګ وړانديز وسپاره
CMG2022/05/17 10:57:53
شريکول:

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د حکومتونو د کاري ډلو ترمنځ ۲۳مه غونډه تر سره کړې ده.

سينهوا اژانس ويلي، چې د چين استازي په دغه غونډه کې د بشري حقونو پر هر اړخيز پرمختګ ټينګار کړی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د بشري حقونو پرمختګ دې له پامه نه غورځوي او په فعاله توګه دې د نړيوال پرمختګ وړانديز پلی کړي.

 نوموړي زياته کړې، چې پرمختګ د ټولو مسئلو د حل کيلي ده.

چين څه موده وړاندې نړۍ ته د نړيوال پرمختګ وړانديز کړی او له ټولو هيوادونو يې غوښتي، چې پرمختګ ته پاملرنه وکړي او نړيوال پرمختګ دې وهڅوي او همکاريزې اړيکې دې لا پياوړې او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال اجنډ لپاره دې نوی قوت برابر کړي.