د ډله ييز امنيتي تړون سازمان سرمشريزه په مسکو کې تر سره شوه
CMG2022/05/17 11:07:33
شريکول:

د ډله ييز امنيتي تړون سازمان سرمشريزه د مې په ۱۶مه نېټه د روسيې په پلازمينې مسکو کې تر سره شوه.

د غونډې برخه والو په عمده توګه د دې سازمان په چوکاټ کې د متقابلو همکاريو، د نړيوالو او سيمه ييزو تودو مسئلو او د ډله ييز امنيتي سيستم د بشپړتيا په هکله بحثونه کړي او یوه ګډه اعلاميه يې خپره کړې ده.

اعلاميه وايي، چې د ډله ييز امنيتي تړون سازمان په اروپا او اسيا کې د دايمي سولې د تضمين مسؤليت لري او د سيمه ييزو ترينګلتياوو د کمښت لپاره هلې ځلې کوي او غواړي له ناټو سره هم رښتينې همکارۍ وکړي.

په اعلاميه کې د افغانستان وضعيت ته هم اشاره شوې او د دغه هيواد او ګاونډيو هيوادونو د سرحداتو وضعيت يې د اندېښنې وړ بللی دی.
اعلاميه زياتوي، چې د ډله ييز امنيتي تړون سازمان به د غړو هېوادونو د سرحداتو امنيت تضمين کړي.