د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې په ۱۶مه نېټه وويل، چې هيواد به یې په فنلنډ او سويډن کې د ناټو د نظامي تاسيساتو د پراخوالي په هکله غبرګون وښيي.
پوتين په همدې ورځ په کريملين ماڼۍ کې د ډله ايز امنيت تړون سازمان په سرمشريزه غونډه کې وويل، چې روسيه له فنلنډ او سويډن سره کومې ستونزې او مسئلې نه لري او په ناټو کې د دغو دوو هيوادونو ګډون د روسیې لپاره مستقيم ګواښونه نه دي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې امريکا د خپلو ډيپلوماتيکو ګټو لپاره ناټو پراخوي او لويه مسئله يې جوړه کړې ده.
پوتين زياته کړې، چې ناټو د يو هېواد د ډيپلوماتيکو تګلارو وسيله ګرځيدلې او نړيوال امنيتي حالات يې سخت کړي دي.
فنلنډ او سويډن د مې په ۱۵او ۱۶مه نېټه ناټو ته د غړيتوب غوښتنې وړاندې کړې دي.