وانګ يي د کوريا جمهوریت له خپل نوي سيال سره انلاين خبرې وکړې
CMG2022/05/17 10:26:06
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د مې په ۱۶مه نېټه د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له نوي وزير پارک جن سره ويډيويي ليدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په هکله ورسره غږیدلی دی.

وانګ يې په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو په پار څو مهمو ټکو ته اشاره کړې.

نوموړي ويلي، چې د دواړو هيوادونو حکومتونه دې د نظريو تبادلې او همغږي پياوړې او د متقابل باور بنسټ لا ټينګ او د ګډو ګټو پربنسټ خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او سمسورتيا لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې د چين او کوريا جمهوريت حکومتونه دې په کلتوري برخو کې راشه درشه او د نظريو تبادلې جاري وساتي او په نړيوالو چارو کې دې هم خپلمنځي همکارۍ  پياوړې او سيمه ييز ثبات دې وساتي.

د کوريا جمهوریت د بهرنيو چارو نوي وزير پارک جن ويلي، چې له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د متقابل درناوي او همکاریو پر بنسټ ورسره لا سالمې او پخې اړيکې ټينګې کړي.