له تېرو لسو کلونو راهيسې چين د تعرفو کچه له ۹،۸ سلنې څخه ۷،۴ سلنې ته راټیټه کړې
cmg2022/05/17 15:27:50
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې مطبوعاتو څانګې د مې په ۱۷مه نېټه د چين د تېرې لسيزې په عنوان مطبوعاتي غونډه تر سره کړه.

د دغې غونډې له مخې، د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس له جوړېدو لس کالونه تېر شوي او د چين حکومت د يادې مودې په درشل کې په مالي او پولي برخو کې ژورې عملي همکارۍ کړي او څو اړخيزې او دوه اړخيزې مالي خبرې اترې يې په خوځښت راوستلې دي.

چين په يادې مودې کې د اسيا د بنسټیزو تاسیساتو د پانګونې بانک د جوړولو وړانديز وکړ او د نوي پرمختيايي بانک د جوړولو او د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته يې وده ورکړه.

چين په خپلواکه توګه د تعرفې عمومي کچه د٢٠١٠م کال له ٩.٨ سلنې څخه ٧.٤ سلنې ته راټيټه کړې او د لوړې کچې د ورخلاصون د نوي اقتصادي سيستم جوړولو ته يې وده ورکړې ده.