د ډيموکراتيکې کوريا مرکزي خبري اژانس د ساري ناروغيو د مخنيوي ادارې په قول خبر ورکړی، چې د مې له ۱۴مې څخه تر ۱۵مې نيټې پورې په دغه هېواد کې پر تبې د اخته کسانو شمېر ۳۹۳ زره زيات شوی دی.
د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي کيم جون ون د مې په ۱۵مه نېټه د ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو بيړنۍ غونډه ترسره کړې او د وبا د وقايې او کنټرول په هکله يې ورسره خبرې کړې دي.
په ډيموکراتيکې کوريا کې د اپريل له پای څخه د مې تر ۱۵مې نيټې پورې ۱ ميليون او ۲۱۴ زره کسان پر تبې اخته شوي او ۶۴۹ زره تنه ترې بيا رغيدلي دي.