سعيد خطيب زاده: امريکا بايد د ايران د اټومي تړون وړانديزونو ته ځواب ووايي
CMG2022/05/17 10:56:58
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د مې په ۱۶ مه نېټه ويلي، چې د اروپايي ټولنې همغږي کوونکي او د دغې ټولنې د بهرنيو چارو ادارې د منشي مرستيال انريکو مورا په دې وروستيو کې له دغه هيواد څخه ليدنه کړې او ايراني چارواکو لويديځو هيوادونو ته د اټومي تړون د ډيالوګ په پار وړانديزونه کړي دي.

نوموړي ويلي، که لويديځ هيوادونه په ځانګړې توګه امريکا د ايران دغو وړانديزونو ته ځواب ووايي، نو د ايران د اټومي خبرو مرکچو پلاوی به بېرته ويانا ته ولاړ شي او اټومي تړون به لاسليک کړي.

سعيد خطيب زاده زياته کړې، چې نړيوال بايد د ايران حقونو ته درناوی وکړي او امريکا بايد پر دغه هيواد ټول بنديزونه پای ته ورسوي.