کرونا وبا به د چين د اقتصاد ثابت تمايل بدل نه کړي
CMG2022/05/17 15:05:40
شريکول:

د چين حکومت د روانې مياشتې د ۱۶مې نېټې په سهار دوه خبري ناستې ترسره کړي او د نړۍ پام يې راجلب کړی دی.

د چین شمېرنې دولتي ادارې په خپلې مطبوعاتي غونډې کې د هيواد د اپریل اقتصادي معلومات اعلان کړي دي.

يادې ادارې ويلي، چې د پېچلو او سختو نړيوالو حالاتو او د کرونا وبا له امله د چين د اقتصادي پرمختګ د ټيټوالي فشار نور هم زيات شوی او په اپريل کې يې عمده اقتصادي شاخصونه هم کم شوي دي.

 د دې ادارې ویاند په اشارې ويلي، چې د چين د اقتصادي پرمختګ ټيټوالی د کرونا وبا د اغيزې له امله رامنځته شوی او دا يې يو لنډمهاله بدلون بللی دی.

يادې ادارې ويلي، چې د چين د اقتصاد د ثابت فعاليت تمايل نه دی بدل شوی او د فشار او بدو اغېزو پر وړاندې پوره ځواک، توان، قوت او لوی ظرفیت لري.

په شانګهای کې د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول خبري ناسته ترسره شوې

د شانګهای حکومتي چارواکو د کرونا د مخنيوي او کنټرول په خبري ناستې کې ويلي، چې اوسمهال د شانګهای له ۱۶ سيمو څخه په ۱۵ سيمو کې په ټوليزه توګه  کرونا وبا کنټرول او تصفيه شوې او په دغه ښار کې به په جون کې عادي چارې بيا پېل شي.

شانګهای د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د ښار له ۹۰۰۰ لويو تصديو څخه ۴۴۰۰ تصديو يې خپل کارونه بيا پيل کړي دي.

د چين جي لين ولايت د کرونا وبا د مخنيوي په وروستي پړاو کې دی.

 د چين د هه نان، جيانګ سو او جه جيانګ په ګډون ځينې ولايتونه د کرونا وبا په مخنيوي کې ښې چارې ترسره کړې دي.

دا ټول دا ثابتوي، چې په متحرکه توګه د کرونا وبا د مخنيوي پاليسي علمي او اغېزمنه ده او دغه کړنلاره اقتصادي سمسورتيا تضمینوي.

 د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکول د کرونا د مخنيوي او کنټرول په اړه د چين د پالیسۍ بنسټير اصل دی.

که څه هم دغه پاليسي به په لنډه موده کې د ځينو سيمو پر توليد او ژوند اغېز وکړي، خو د دغو لنډمهالو ستونزو په لېرې کولو سره به د اقتصادي پرمختګ لپاره مناسب شرايط برابر شي.

د چين د حکومت معلومات ښيي، چې د دغه هيواد د ډېرو لويو بازارونو ګټې لا هم څرګندې دي او د اقتصاد د ثابت فعاليت تمايل يې لا هم دوام لري.

د چين ځيني سيمې په اپرېل کې د وبا له امله اغېزمنې شوي، خو په ټول هېواد کې د لويې توليدي تقاضا د شاخصونو عمومي کچه لا هم ښه او لوړه ده.

د چين د لوړ کيفيت د اقتصادي پرمختګ تمايل نه دی بدل شوی

د عصري ټکنالوژۍ لويو صنايعو د اپرېل د عمومي تولیداتو اضافي ارزښت  د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه زياتوالی ښيي او دغه رقم د نورو صنايعو په پرتله زيات دی.

په چين کې د روان کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې د لوړې او عصري ټیکنالوژۍ د صنايعو په برخه کې د پانګونې ارزښت د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په نسبت ۲۲ سلنه زيات شوی او دغه رقم د نورو پانګونو په نسبت زياتوالی ښيي.

 د ساينس او ټکنالوژۍ پرمختګ د چين د اقتصادي بدلون او پرمختګ خوځنده قوت دی.

د چين حکومت اقتصادي پاليسۍ لري او اغېزمنو صنعتونو او تصديو ته یې د مرستې لاس ورکړی او په اقتصادي سمسورتيا کې يې مثبت رول لوبولی دی.

 

د چين د شمېرنې د دولتي ادارې تازه سروې ښيي، چې

د چين د حکومت پولي ارګانونو تصدیو او شرکتونو ته له تېرې جنورۍ څخه تر اپرېل پورې د ۸۹۰۰۰ ميليارډو يوانو په ارزښت نوي پورونه برابر کړي، چې دا د تاريخ په ورته موده کې د پورونو دوهمه لوړه کچه ياديږي او دغه رقم د واقعي اقتصاد لپاره کلک پولي ملاتړ برابر کړی دی.

د چين بشپړ صنعتي سیسټم، ځواکمنې توليدي چارې، دوامدار ورخلاصون، د ازادې سوداګريزو سيمو ابادي او د رسيپ تړون پلي کول، د هيواد د اقتصاد هراړخيزه وده پرمخبيايي او دغه تمايل به بدل نه شي.  (ژباړه: شکريه)