ډيجټلي ټکنالوژي دچين په زراعتي چارو کې مثبت رول لوبوي
CMG2022/05/17 15:28:39
شريکول:

د يوې يا کولبې اټوماټيک ماشينونه، د شولو کېنولو اټوماټيک ماشينونه، د زراعتي سرو او درملو د پاشلو ډرونونه، د کرهيزو توکو د نيالګيو د روزلو فابريکې او د ډيجټلي ټکنالوژۍ داسې نور ماشينونه د چين په زراعتي چارو کې مثبت رول لوبولی او کليوالو سيمو ته يې صنعتي پرمختګ ورکړی او د بزګرانو عايدات يې لوړ کړي دي.

د شولو د کېنولو اټوماتيک ماشين د چين د هې لونګ جيانګ ولايت په يوې کروندې کې د کار په حال کې دی او دغه ماشين د بې دو په لارښوونکې سيستم سمبال دی.

اټوماټيک ټراکټور د چين د شان دونګ ولايت د چينګ داو ښار ته نږدې د يوه پټي  په هوارولو بوخت دی.

ډرون د چين د شان شي ولايت په يوې کروندې کې د مضرو خزندو ضد درملو د پاشلو په حال کې دی.  دغه ډرون په لسو دقيقو کې پر شاو خوا يو هکتار کروندې  درمل پاشي.

تخنيکګر د چين د جيانګ شي ولايت د شولو د روزلو په يوې عصري فابريکې کې په کار بوخت دی.