اروپايي ټولنې د روان او راتلونکي کال د اقتصادي پرمختګ وړاندوينې ټيټې کړې
CMG2022/05/17 12:01:56
شريکول:

د اروپايي ټولنې کميسيون د مې په ۱۶مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د اقتصادي پرمختګ پسرلني وړاندوينې راپور خپور کړی دی.

راپور وايي، چې د اروپايي ټولنې د روان او راتلونکي کال د اقتصادي زياتوالي اټکلي اندازې به ټيټې وي او علت يې د روسيې او اوکراين جګړه ياده کړې او ويلي يې دي، چې يادې جګړې د دغې ټولنې پر اقتصادي پرمختګ بد سيوری غوړولی دی.

 په راپور کې اټکل شوی، چې په ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کلونو کې به د اروپايي ټولنې اقتصاد په جلا جلا توګه ۲اعشاريه ۷ او ۲اعشاريه ۳ سلنه پرمختګ وکړي.

په راپور کې د اروپايي ټولنې انفلاسيون ته هم اشاره شوې، چې په ۲۰۲۲م کال کې به د اروپايي ټولنې د پيسو پړسوب انډول ۶اعشاريه ۸ سلنې ته ورسيږي، چې دا به د تاريخ تر ټولو لوړه کچه وي، خو په ۲۰۲۳م کال کې به يې د پیسو پړسوب ۳اعشاريه ۲ سلنې ته راښکته شي.