اروپايي ټولنه د روسيې پر نفتو د بنديزونو په تړاو موافقې ته ونه رسيده
CMG2022/05/17 11:08:40
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د مې په ۱۶مه نېټه په بروکسيل کې تر سره شوه.

د هنګري په مخالفت سره په ياده کې د نفتو په شمول پر روسيې د شپږم پړاو بنديز لګونې مسوده نه ده تصويب شوې.

د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي بورلي تر غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې ويلي، چې د دې ټولنې د غړو هېوادونو استازي به د يادې مسودې په هکله خپلو بحثونو ته دوام ورکړي. نوموړي ويلي، چې د هنګري ياد دريځ له سياسي انديښنې سره نه، بلکې له اقتصادي عواملو سره تړاو لري.