د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۱۶ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۶مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۴ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۲۹۰۱۰۸ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۰۹۱۰۵۱۱۲ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۶۶۰ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر۶۲۶۶۳۲۴ ته رسېدلی دی.