چین: امریکا د سوداګرۍ له نړیوالو اصولو څخه سرغړونه کوي
CMG2022/05/18 11:30:05
شريکول:

 امریکا پلان لري، چې د خپل ملي امنيت د  ساتلو او  له صادراتي مقرراتو څخه د سرغړونې په پلمه ځينو تصدیو ته زیاتې سزاګانې ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مې په ۱۷مه نېټه په دې هکله وویل، چې امریکا د بازاري اقتصاد او د نړیوالې سوداګرۍ له اصولو څخه څرګنده سرغړونه او بې ځايه کړنې ترسره کوي او د ګردې نړۍ د توليد او عرضې د ځنځیرونو خوندیتوب ګواښي، چې په دې سره هم ځان او هم نورو ته زیانونه رسوي.

وانګ ون بین وويل، چې چین د امریکې له يادو بې ځايه کړنو سره هميشه ټينګ مخالفت کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې امريکا د خپل ملي امنيت په پلمه څو ځانګړي هيوادونه او تصدۍ ځپي او په شومو موخو خپلې ګټې ساتي. (هیله)