روسيه د بالتيک هېوادونو له شورا څخه ووتله
CMG2022/05/18 10:53:46
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې بهرنيو چارو وزارت د مې په ۱۷ مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې دغه هېواد د بالتيک هېوادونو له شورا څخه د وتلو پرېکړه کړې ده.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت په يادې اعلاميې کې ويلي، چې د بالتيک هېوادونو په شورا کې د ناټو او اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د مساوي ډيالوګ په شمول ځيني اصول تر پښو لاندې کړي او دغه شورا يې د روسيې پر ضد کارولې او د بنديزونو وسيله یې ګرځولې ده.

اعلاميه وايي، چې روسيه مجبوره شوې، له دښمانانه کړنو سره د مقابلې په پار له يادې شورا څخه ووځي.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت پر دې ټينګار کړی، چې ياده پرېکړه به یې د بالتيک سمندر په سيمه کې د روسيې پر ګټو اغېزه ونه کړي او له دغې سيمې څخه د روسيې د ايستلو موخه به شنډه کړي.