د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري څو ورځې مخکې د کرونا وبا ضد د مبارزې په اړه په یوې ويډيويي نړیوالې غونډې کې وینا کړې ده.
هغه په خپلو خبرو کې د کرونا وبا ضد د چين د محرک مخنيوي تګلاره ستایلې او ويلي يې دي، چې چين دغه تګلاره د کرونا وبا له حالاتو سره سمه پر مخ وړي او بریالیتوب يې تر لاسه کړی دی.
نوموړي ویلي، چې د کرونا وبا ضد مبارزه باید د علمي اصولو پر بنسټ ترسره شي او د چین يادې تګلارې له ویروس سره د مقابلې، د ګڼ شمېر وګړیو ژوند د ژغورنې او د اقتصادي چارو د عادي کېدو په شمول ځینو برخو کې ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.
بلاول بوټو زیاته کړې، چې چین د کرونا وبا ضد مبارزې په برخه کې له پاکستان سره هم ډېرې مرستې کړې دي. هغه پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د کرونا وبا ضد د مبارزې لپاره خپلمنځي همغږي او همکارۍ پياوړې کړي.
(هیله)