شي جين پينګ د فيليپين له منتخب ولسمشر مارکوس سره تلېفوني خبرې وکړې
CMG2022/05/18 15:12:50
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د اتلسمې نټې په سهار د فيليپين له منتخب ولسمشر مارکوس سره تلېفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خبرو کې مارکوس ته د فيليپين د ولسمشر د ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي وويله.

نوموړي په اشارې وويل، چې چين او فيليپين په تېرو شپږو کلونو کې پر ښه ګاونډيتوب ټينګار کړی او خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې يې ټينګې کړې دي. دواړو خواوو د خبرو اترو او سلامشورو له لارې توپيرونه کنټرول کړي او په بېلا بېلو برخو کې يې همکارۍ پياوړې کړي دي.

شي جين پينګ زياته کړه، له حقيقيتونو څخه ښکاري، چې د چين او فيليپين ترمنځ دوستي او همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو له هيلو او ګډو ګټو سره سمون لري. چين غواړي له فيليپين سره د حکومتوالۍ د تجربو تبادلې پياوړې کړي او د بنسټيزو تاسيساتو، زراعت، انرژۍ، ښوونې او د کرونا وبا ضد مبارزې په برخو کې ورسره پياوړې همکارۍ وکړي. نوموړي وويل، چې چين به د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په چارو کې به له فيليپين سره مرستو ته دوام ورکړي او هيله يې وښودله، چې فيليپين په پر له پسې توګه خپلواکې ډيپلوماتيکې تګلارې پلې کړي.

مارکوس په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لا ښه راتلونکي او پرمختګ ته سترګې په لار دی او غواړي، چې له چين سره د دواړو خواوو د اړيکو د لا ټينګښت لپاره خوځنده قوت برابر کړي.