د اطريش ملي راډيو ټيلويزيون د مې په ۱۷ مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد صدراعظم کارل نهامېر له چک جمهوريت څخه تر لېدنې وروسته خبري غونډې ته ويلي، چې اطريش به هميشه ناپېیلی او بېطرفه وساتي او په راتلونکې کې به هم د کوم لوري پلوي ونه کړي.
نوموړي ويلي، چې د اطريش تاريخ له سويډن او فنلنډ سره څرګند توپير لري او هيڅکله به په ناټو کې ګډون ونه کړي.
نوموړي زياته کړې، چې اطريش د اروپا په امنيتي جوړښت کې شامل دی او د اروپايي ټولنې په دننه کې له اوکراين به ملاتړ وکړي.