وانګ يي: د جاپان او امريکا ترمنځ همکارۍ بايد ډله ييزې مقابلې ونه پاروي
CMG2022/05/18 16:38:10
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په اتلسمه نېټه د جاپان له بهرنيو چارو وزير يوشيماسا هاياشي سره د انلاين لېدنې په ترڅ کې د جاپان او امريکا د منفي کړنو په اړه دريځ څرګند کړی.

جاپان به د دغه هېواد، امريکا، هند او استراليا ترمنځ د څلور اړخيز ميکانيزم د سرمشريزې کوربه توب وکړي. وانګ يي ويلې، چې له دغې سرمشريزې مخکې داسې خبرونه خپاره شوي، چې جاپان او امريکا به له چين سره د مقابلې لپاره لاس يو کړي. جاپان له چين سره د سولې او دوستۍ تړون لاسليک کړی دی. وانګ يي پر دې ټينګار کړی، چې د جاپان او امريکا ترمنځ همکارۍ بايد ډله ييزې مقابله ونه پاروي او د چين ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ ګټو ته بايد زيانونه ونه رسوي.

وانګ يي هيله ښودلې، چې جاپان له تاريخ څخه درس واخلي او د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره دې محتاط سلوک غوره کړي.