فنلنډ او سویډن ناټو ته د ګډون غوښتنلیکونه وسپارل
CMG2022/05/18 15:28:29
شريکول:

د فنلنډ مطبوعاتي شرکت پر ځايي وخت د مې په اتلسمه نېټه خبر ورکړی، چې په ناټو سازمان کې د فنلنډ او سويډن سفيرانو د مې په اتلسمه نېټه د سهار په اتو بجو په بروکسل کې د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ ته د دغه سازمان د غړیتوب لپاره غوښتنليکونه سپارلي دي.

ياد مطبوعاتي شرکت وايي، چې ناټو به د غړو هېوادونو غونډه راوبولي او ښايي په ناټو کې د دواړو هېوادونو غړيتوب ومنل شي.

که هرڅه له پلان سره سم پرمخ ولاړ شي، نو ناټو به د سویډن او فنلینډ د غوښتنلیکونو موافقې په شاوخوا دوه اونیو کې لاسلیک کړي او دواړو هيوادونو ته به بلنه ورکړي، چې په غونډو کې يې برخه واخلي، خو د رایې کارونې حق به نه لري.