په چین کې تېر کال ۷۷۹ میلیونو کسانو له موزیمونو څخه لیدنه کړې
CMG2022/05/18 11:35:20
شريکول:

د چین د لرغونو اثارو دولتي  ادارې د مې  په ۱۸مه نېټه، چې د موزیم له نړیوالې ورځې سره برابره ده، یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، تېر کال د چین په موزیمونو کې ۳۶ زره نندارې او د ښوونې ۳۲۳ زره فعالیتونه ترسره شوي او په ترڅ کې يې ۷۷۹ ميلیونو کسانو له موزیمونو څخه لیدنې کړې دي.

چین کې تېر کال ۳۹۵ نوي موزیمونه ثبت شوي او د ثبت شويو موزیمونو عمومي شمېر يې ۶۱۸۳ ته رسېدلی دی او په دې جمله کې ۵۶۰۵ موزیمونه د نندارچيانو پر مخ وړيا پراينستل شوي دي. (هیله)