په چین کې د انټرنېټ پنځم نسل(5G ) شبکې پرمختګ کړی
CMG2022/05/18 11:31:23
شريکول:

د چین د صنعتي او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسئولينو د مې په ۱۷مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ د نړيوالې ورځې په لمانځغونډې کې اعلان وکړ، چې تر اوسه يې په کور دننه نږدې ۶ .۱میلیونه 5G سټېشنونه جوړ کړي او چين په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې پخپل نوښت يې 5G شبکه جوړه کړې ده.

د انټرنېټ پنځم نسل یا 5G شبکه په چین کې د ترانسپورټ، طبي چارو، ښوونې، کلتور او سیلانۍ په شمول زیاتو برخو کې کارول کېږي او د اړوندو پروژو شمېر يې له ۲۰ زرو څخه اوښتی دی.

(هیله)