د امريکا يوې حکومتي ادارې د مې په ۱۷ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د قانوني ټوپکونو د توليد شمېر ۱۱ ميليونو او ۳ سوو زرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۰۰م کال په پرتله ۱۸۷ سلنه زياتوالی ښيي.
بې ساري زيات امريکايان له تېرو دوو کلونو راهیسې د کرونا وبا، لاريونونو او جنايي پېښو له امله ټوپکونه اخيستي دي.
د مالوماتو له مخې، په امريکا کې په ۲۰۲۰م کال کې د ټوپک د ډزو ډېرې پېښې او وژنې شوي، چې له تېرو ۲۶ کلونو راهيسې يې تر ټولو لوړ ريکارډ جوړ کړی او د ابتدايي شمېرنې له مخې دغه زياتوالی په ۲۰۲۱م کال کې هم دوام درلود .