برهم صالح: عراق غواړي له چین سره همکارۍ زياتې کړي
CMG2022/05/18 11:36:54
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، په عراق کې د چين نوي سفير څوې وې د مې په ۱۷مه نېټه د عراق ولسمشر برهم احمد صالح ته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل باورليک وسپاره.

ولسمشر برهم احمد صالح په يادو مراسمو کې وويل، چې عراق له چین سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له دغه هيواد سره په بېلا بېلو برخو کې تبادلې او تګ را تګ پياوړی او د یو کمربند او یوې لارې جوړونه کې خپلمنځي همکارۍ ورسره پراخې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته زیاتې ګټې ورسوي.

د چین نوي سفیر څوې وې وویل، چې د چین او عراق ستراتيژيکې اړیکې په وروستیو کلونو کې ډېرې نږدې شوي او هغه به هڅې وکړي، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظریې پلې او د خپلمنځي اړیکو د لا ټينګښت لپاره به هلې ځلې وکړي.

 (هیله)