چين په نړۍ کې د لوړو زده کړو تر ټولو لوی سيسټم جوړوي
CMG2022/05/18 10:55:03
شريکول:

د چين پوهنې وزارت تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې دغه هېواد په نړۍ کې د لوړو زده کړو تر ټولو لوی سيسټم جوړ کړی او د پوهنتونونو د زده کړندويانو شمېر يې له ۴۴ ميليونو او ۳ سوو زرو څخه زيات دی.

 په ۲۰۱۲م کال کې د چين له منځنيو ښوونځيو څخه ۳۰ سلنه فارغ شوو زده کوونکو پوهنتونونو ته لار موندلې وه، خو دغه اندول په ۲۰۲۱م کال کې ۵۷.۸ سلنې ته پورته شوی دی.

په چين کې ۲۴۰ ميليونه کسانو لوړې زده کړې کړي او په دغه هېواد کې د نويو استخدام شويو کسانو لخوا د زده کړې منځنۍ وخت ۱۲.۸ کلونو ته رسېدلی، د دوی ښوونيزه سويه ډېره لوړه شوې او د ټولو چينايانو ښوونيز کيفيت هم په دې سره پياوړی شوی دی.