د چین او هالنډ مشرانو د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کالیزې په پار یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CMG2022/05/19 11:42:37
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ او د هالنډ پاچا ویلیم الکسندر د مې په ۱۸مه نېټه د دواړو هيوادونو د ډیپلوماتیکو اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کالیزې په مناسبت يو ل ته پيغامونه ليږلي دي.

 

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د چین او هالنډ د ډيپلوماتیکو اړیکو په درشل کې، د دواړو هېوادونو هر اړخيزو اړیکو دوامدار پرمختګ کړی او په بېلا بېلو برخو کې يې همکاريو ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.

نوموړي ويلي، چې د چين او هالنډ اړيکې په ۲۰۱۴م کال کې په هراړخیزو همکاریزو اړیکو بدلې شوې دي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې هغه له هالنډ سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او له پاچا ویليم الکسندر سره به د دواړو خواوو د اړیکو د لا ټينګښت لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

 

پاچا ویليم الکسندر په خپل پيغام کې ويلي، چې د هالنډ او چین اړیکې په تېرو ۵۰ کلونو کې ډېر پرمختګ کړی او د اقتصاد، سوداګرۍ او کلتور په برخو کې يې هم فعالې تبادلې کړې دي.

نوموړي باور ښودلی، چې د دواړو خواوو تر ګډو هڅو لاندې به د هالنډ او چین اړیکې نورې هم ټینګې شي. (هیله)