د نړۍ ۲۴۰ لوی شرکتونه به د چين په پنځم نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون ولري
CMG2022/05/19 11:04:35
شريکول:

د چين د نړيوال وارداتي نندارتون ادارې د مې په اتلسمې نېټې وويل، چې د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون مقدماتي چارې په سالم ډول روانې دي او څه دپاسه ۷۰ سلنه مساحت يې د ګډون کوونکو شرکتونو لخوا سپارښتنه شوې ده.

ټاکل شوې، چې د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون به کابو پنځه مياشتې وروسته ترسره شي.

د چين د نړيوال وارداتي نندارتون ادارې ويلي، چې د نړۍ له ۵۰۰ لویو شرکتونو څخه ۲۴۰ به يې په دغه وارداتي نندارتون کې برخه ولري.

د بهرنيو شرکتونو مسؤلين هيله مندي ښيي، چې د چين په لوی بازار کې به ژور پرمختګ وکړي او چارې به يې وغوړيږي.

چين پنځه کاله مخکې د وارداتو نړيوال نندارتون ترسره کړ او اوس هر کال د ياد نندارتون کوربتوب کوي.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون یوه مهمه ډیپلوماتیکه پېښه بلل کيږي، چې د نړیوالو تدارکاتو، د پانګونې د ودې، د خلکو تر منځ د تبادلې او د پرانیستې همکارۍ په برخو کې يې مهم رول لوبولی او د نوې پرمختيايي بڼې، د لوړې کچې ور خلاصون او څو اړخيزتوب د هڅونې لپاره يې يوه ښه صحنه برابره کړې ده.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون په کور دننه او بهر اغېزې ښودلي او د نړۍ ډېر لوی شرکتونه يې راجلب کړي دي.

د نړۍ سوداګريز شرکتونه او تصدۍ په ياد نندارتون کې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کوي.

 (ژباړه: شکريه)