د چين د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې هڅوونکې سرمشريزې د بېجينګ وړانديز خپور کړی
CMG2022/05/19 14:56:05
شريکول:

د چين د نړیوالې سوداګرۍ د هڅوونکې کمېټې د جوړېدو د ۷۰ مې کلیزې نمانځغونډه او د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې سرمشريزه د مې په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه.

 د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅوونکې کميټې او د ۵۹ هېوادونو او سيمو د سوداګريزو سازمانونو او  تصديو استازو په يادې سرمشريزې کې بحثونه کړي او په اتفاق یې د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې په هڅوونکې سرمشريزې کې د بېجينګ وړانديز خپور کړی  دی.

د يادې سرمشريزې ګډونوالو په دغه وړانديز کې د کرونا وبا ضد د ګډې مبارزې، د نړيوال اقتصاد د ثبات او بيا سمسورتيا د ګډې هڅونې په شمول پنځو برخو کې موافقه کړې ده.