په شينجيانګ کې د هر کال له مې څخه تر اکتوبر پورې هوا ډېره پاکه وي او د شپې پر مهال پکې د اسمان ستوري ځليږي او خلک يې د منظرو ننداره کوي.
د چين د بېلا بېلو ځايونو خلک په دغه موده کې شينجيانګ ته ځي او هلته په ماښام او شپه کې د شين اسمان د ځلاندو ستورو عکسونه اخلي.
په شينجيانګ کې په دې وروستيو کلونو کې د شين اسمان او ځلاندو ستورو سيلانيزې چارې غوړيدلي او په چټکۍ يې پرمختګ کړی دی.
د شي ځانګ د علي او ناچو سیمو د ځلاندو ستورو شين اسمان په ۲۰۱۸م کال کې د تورې شپې د ساتوونکو سيمو په نړيوال لېسټ کې شامل شوی دی.
د چين د ژوند او پيدايښت د متنوعيت د ساتنې او د زرغون پرمختګ صندوق په ۲۰۱۵ م کال کې د تورې شپې د ساتنې او د مصنوعي رڼاګانو د مخنيوي کميټه جوړه کړې ده او د چارو موخه يې دا ده، چې زيات سيلانيان په شي ځانګ او نورو سيمو کې د شپې زرین اسمان ننداره کړي او له منظرو يې خوندونه واخلي.