یانګ جیې چه له جاک سلوان سره ټلیفوني خبرې وکړې
CMG2022/05/19 11:41:04
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنیو چارو کمیسیون د دفتر مشر یانګ جیې چه د مې په ۱۸مه نېټه د امريکا ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار جاک سلوان سره ټلیفوني خبرې وکړې.

یانګ جیې چه په خپلو خبرو کې وویل، چې چین او امریکا په دې وروستیو کې د دوو پوځونو، د اقلیمی بدلون سره د مقابلې، روغتیایي چارو او کرهنیزو چارو په شمول برخو کې ګټورې خبرې اترې کړې دي.

نوموړي وويل، چې امریکايي چارواکي له یوې مودې راهیسې د چین په کورنیو چارو کې څرګندې لاسوهنې کوي او د چین ګټو ته يې زیانونه رسولې دي.

یانګ جیې چه پر دې ټینګار کړی، چې د تایوان مسئله د چین او امریکا په اړیکو کې تر ټولو مهمه، حساسه او کلیدي مسئله ده او امریکا باید خپلې ژمنې پوره او د یو چین د پېژندلو د اصل او د چین او امریکا د دریو ګډو اعلامیو مقررات مراعات کړي.

نوموړي زياته کړې، چې چین به د خپل حاکمیت او ګټو د خونديتوب لپاره کلک او هر اړخيز تدبیرونه ونیسي. (هیله)