اردوغان: د ناټو داسې پراخېدل به ونه منم، چې د ترکیې امنيت له ګواښ سره مخامخ کړي
CMG2022/05/19 11:08:23
شريکول:

 د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د واکمن عدالت او پرمختګ ګوند په يوې غونډې کې وويل، چې ترکيه به د ناټو له هغه ډول پراخېدو سره موافقه ونه کړي، چې ترکيه او يا هم خپله ناټو له خطرونو سره مخامخ کړي.

ترکيې په دې وروستیو کې څو ځله په ټینګار ويلي، که فنلنډ او سویډن په ناټو کې د شاملېدو لټه کوي، نو لومړی بايد د کردانو له کارګرو ګوند سره همکارۍ ودروي او ملاتړ ته يې بايد د پای ټکی کيږدي او هم ترکيې ته بايد د دفاعي تجهیزاتو پر صادراتو محدودیتونه لرې کړي.

(ژباړه: شکريه)