انټونيو ګوټریس: په نړۍ کې تر ۵۰۰ زرو زيات خلک له سختې لوږۍ سره مخ دي
CMG2022/05/19 11:32:45
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د مې په ۱۸ مه نېټه د ملګرو ملتونو د غلودانو د خونديتوب غونډې کې ګډون او وينا وکړه.

 نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې نړۍ د لوږۍ له بې ساري خطر سره مخ ده. په تېرو دوو کلونو کې د هغو کسانو شمېر چې د خوراکي توکو له ډېر کمښت سره مخ دي، په سلو کې سل لوړ شوی او شمېر يې ۲۷۶ ميليونو ته رسيدلی دی، حال دا چې دغه شمېر د کرونا وبا له خپرېدو مخکې ۱۳۵ ميليونه و.

نوموړي وويل، چې په ګردې نړۍ کې تر ۵۰۰ زرو زيات خلک له سختې لوږۍ سره مخ دي او دغه شمېر له ۲۰۱۶م کال راهیسې ٪۵۰۰ زياتوالی ښيي.

هغه زياته کړه، چې تېر کال د غلودانو بیې نږدې يو پر درې زياتې شوي، د کيمياوي سرو په بیه کې تر ٪۵۰ ډېر زياتوالی او د نفتو په بیه کې نږدې دوه پر درې زياتوالی راغلی دی او زياتره مخ پر ودې هېوادونه کافي مالي توان نه لري، چې د دغو توکو د لوړو بيو اغېزې له منځه يوسي.

ګوټريس پر دې ټينګار وکړ، چې د دغو فشارونو د کمولو لپاره بايد بازار ته زياتې غلې دانې او سرې وړاندې شي.

نوموړي وويل، که د اوکراين، روسيې او بلاروس کرنيز محصولات او سرې نړيوال بازار ته بیا وړاندې نه شي، نو نړيوال به د غلودانو د نړيوال بحران اغېزمن حل کې پاتې راشي.