بهرنيو سياستوالو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅوونکې کمېټې کارونه وستايل
CMG2022/05/19 14:13:51
شريکول:

د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅوونکې کمېټې د جوړېدو د ۷۰ مې کلیزې لمانځغونډه او د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې سرمشريزه د مې په ۱۸ مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه.

د غونډې ګډونوالو بهرنيو سياستوالو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو وويل، چې يادې کمېټې د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره د پام وړ خدمتونه کړي او هيله مندي يې ښودلې، چې له چين سره به په ګډې همکارۍ د نړيوال اقتصاد دوامدار پرمختګ پياوړی کړي.

د اندونيزيا ولسمشر زوکو يادې غونډې ته په وېډيويي وينا کې وويل، چې اندونيزيا او چين ډېر ورته والي لري او د سوداګرۍ ترڅنګ په ډېرو نورو برخو کې هم ګډې همکارۍ کولی شي.

 نوموړي د اندونيزيا او چين ترمنځ همکارۍ د دواړو خواوو لپاره ګټورې وبللې او ويې ويل، چې پرمختللي هېوادونه او مخ پر ودې هېوادونه دې اوسمهال ګډې همکارۍ او ډله ييز اقدامات او یو له بل سره دې لا ټولشموله همکارۍ وکړي.

 نوموړي زیاته کړه، چې هېواد به يې په روان کال کې د شلو هېوادونو ډلې د رئيسه هېواد په توګه د يادې موخې لپاره فعالې هڅې وکړي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې ايويلا په خپلو خبرو کې وويل، چې د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅوونکې کمېټه د چين او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، پانګيزو او اقتصادي همکاریو د تقويې لپاره هڅې کوي.

نوموړې وويل، په داسې حال کې، چې د ځينو هيوادونو ترمنځ شخړې روانې دي، په ګردې نړۍ کې کرونا وبا په خپرېدو ده، د غلودانو بحران راپورته شوی، طبيعي چاپيريال مخ په خرابېدو او اقتصادي وده مخ په پرزېدو ده، نړيوالې همکارۍ تر هر بل وخت مهمې دي.

د آسيان سرمنشي لين یو هوی وویل، چې د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅوونکې کمېټې په تېرو لسګونو کالونو کې د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او پانګيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره ډېر کارونه کړي دي.

نوموړي وويل، چې د آسيان او چين ترمنځ اقتصادي اړيکې تر هر بل وخت پیاوړې او نږدې شوي او دواړه خواوې د نویو همکاريزو اړيکو د جوړولو په هڅه کې دي.

هغه زياته کړه، چې چين او اسیان به د ازادې سوداګرۍ تړون اصلاح کړي او له کرونا وبا وروسته به د نړيوال اقتصادي جوړښت د بدو چټکو بدلونونو پر وړاندې کارنده مقابله وکړي.