وانګ يي به د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې مشري وکړي
CMG2022/05/19 11:29:15
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه به د مې په نولسمه نېټه په انلاين ډول تر سره شي او د چين د دولتي شورا غړی او بهرنيو چارو وزير وانګ يي به يې مشري پر غاړه ولري.                خبر وايي، چې د برېکس هيوادونو په يادې غونډې کې به د جنوبي افريقا، برازيل، روسيې او هند بهرنيو چارو وزيران ګډون ولري او په يو لړ مسئلو به خبرې وکړي.