شي جين پينګ د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته وينا وکړه
CMG2022/05/19 21:45:53
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې میاشتي پر نولسمه نېټه د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ويډيويي وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې د نړيوال وضعيت د ناثابتو، ناڅرګندو او غير امنيتي امکاناتو د زياتوالي سره سره، د سولې او پرمختګ اصلي جريان، د ښه ژوند په اړه د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ارمان او د نړيوالې ټولنې پر غاړه د متقابلو مرستو او همکاريو مسئوليت نه بدلېدونکی دی.

 د بريکس هېوادونه دې د ستونزو او ننګونو پر وړاندې باور ټينګ کړي، د سولې او پرمختګ د هڅولو، د عدالت د ساتلو، د ډيموکراسۍ او ازادۍ د غوښتلو لپاره دې اقدامات وکړي او د نړيوالو اړيکو د ثبات لپاره دې هڅې وکړي.

شي جين پينګ زياته کړه، چې پرمختګ د نويو سمسورو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ګډه دنده ده او د بريکس ۵ هېوادونه دې له دغو هېوادونو سره تګ راتګ او متقابل تفاهم پياوړی کړي، ورسره دې ګډې ګټې او همکارۍ زياتې کړي او د انساناو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې خدمتونه وکړي.