ميانمار ته د چين د کرونا وبا ضد د واکسينونو نوې جوپه ورسيده
CMG2022/05/19 11:06:16
شريکول:

د چين حکومت ميانمار ته د کرونا وبا ضد واکسينونو او سرنجونو نوې جوپه وليږله او د مې په ۱۸ نېټه يې د دې هيواد یانګونو نړيوال هيوايي ډګر کې د ميانمار حکومت ته وسپارله.

په میانمار کې د چین سفارت وايي، چې هيواد يې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې له ميانمار سره ښې همکارۍ کړي او د چين د مرستندويو واکسينونو شمېر د ميانمار په ټولو واکسينونو کې ۶۵.۱ سلنه برخه نيسي.

برسيره پر دې، چین د واکسین د توليد په برخه کې هم له میانمار سره مرسته کړې او په ګډې همکارۍ يې ياد واکسين توليد کړی، چې اوس هغه هم په ميانمار کې خلکو ته ترزيق کيږي. (ژباړه: شکريه)