بي بي سي ترهګرو ته مشروعيت ورکوي او له نړيوال عدالت څخه څرګندې سرغړونې کوي
CMG2022/05/19 12:28:50
شريکول:

د پاکستان د کراچۍ پوهنتون د کنفوسیوس پوهنځي یو بس په تېر اپریل کې له ترهګریز برید سره مخ شو، چې له امله يې ۳ چینايي ښوونکي ووژل شول او یو بل ټپي شو.

دغې پېښې نړیوالو ته ټکان ورکړی او د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم دغه ترهګريز بريد په کلکو ټکو وغانده.

بي بي سي څو ورځې مخکې په یوې خپرونې کې یاد ترهګریز برید ته يو ډول مشروعيت ورکړی او بريدګر يې په حقه بللی دی.

بي بي سي د یوې اغېزمنې لوېديځې رسنۍ په توګه په ازاده توګه د ترهګرو لپاره کمپاين او د دوی لپاره اواز پورته کوي. د بي بي سي دغه شومې کړنې له اخلاقي کرښې څخه لرې او له نړیوال عدالت سره په ټکر کې دي او د ګردې نړۍ د سوله پالو پر وړاندې يې دوښمنانه رويه کړې ده.

 (هیله)