په تېر اپریل کې د چین او اروپا د منظمو اورګاډیو شمېر زیات شوی
CMG2022/05/19 11:41:55
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مې په ۱۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په تېر اپریل کې د چین او اروپا ترمنځ د منظمو اورګاډیو شمېر ۱۱۷۰ ته رسېدلی، چې د تېر مارچ په نسبت ۳۶ زیاتوالی ښيي.

په داسې حال کې، چې کرونا وبا په ګردې نړۍ کې په خپرېدو ده او نړیوال وضعیت يې ترینګلی کړی، دغه بریالیتوب ستر اهمیت لري.

نوموړي د چين او اروپا ترمنځ د منظمو  اورګاډو ياد شمېر د نړیوال اقتصاد د بیا احیا لپاره د چین فعال خدمتونه او هم يې د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز د باکیفیته تطبیق کره شاهد وباله.

 

وانګ ون بین په اشارې وویل، چې اوس د چین او اروپا د منظمو اورګاډيو د تګ را تګ ورځنی شمېر له زرو څخه زیات دی او د ګردې نړۍ د تولید او عرضې ځنځیرونو لپاره يې قوي ملاتړ برابر کړی دی. (هیله)