شي جين پينګ د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅونې کمېټې د جوړېدو ۷۰ مې کلیزې نمانځغونډې ته وينا وکړه
CMG2022/05/19 11:31:02
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۱۸ مه نېټه د چين د نړیوالې سوداګرۍ هڅونې کمېټې د جوړېدو د ۷۰ مې کلیزې نمانځغونډې او د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې سرمشريزې ته وېډيويي وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې په نړۍ کې بې سارو لویو بدلونونو او کرونا وبا د اقتصاد د نړیوال کېدو بهیر له خنډونو سره مخ کړی او ټول هيوادونه يې ناارامه کړي دي.

شي جين پينګ وويل، چې د بېلابېلو هېوادونو صنعتګران او سوداګر سوله يیز پرمختګ، عدالت، ګډو همکاريو او ګډو ګټو ته تر بل وخت ډېره ليوالتيا لري او د دوی د هيلو د پوره کولو په پار يې څلور فقره ييز وړانديز وکړ.

لومړی: نړیوال دې په ګډې همکارۍ د کرونا وبا ضد مبارزه وکړي، د خلکو ژوند ته دې لومړيتوب ورکړي، د کرونا وبا ضد واکسين د څېړلو، توليدولو او ويشلو په برخه کې دې نړيوالې همکارۍ او د عامې روغتيا نړيواله اداره پياوړې او د انسانانو د روغتيا ګډه ټولنه دې جوړه کړي.

دوهم: نړيوال دې د سوداګرۍ او پانګونې د بيا پرمختګ لپاره هڅې وکړي. بېلابېل هېوادونه دې د عمومي اقتصادي تګلارو همغږي پياوړې او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا دې عملي کړي، څو نړيوال اقتصاد د سالم او ثابت پرمختګ لارې ته بيا وګرځوي.

نوموړي وويل، چې نړيوال دې د سوداګرۍ نړيوال سازمان په محور له څو اړخيزو سوداګريزو ميکانيزمونو ملاتړ وکړي او نړیوال صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه دې خوندي او ثابت وساتي.

درېيم: ټول هيوادونه دې د پرمختګ پر نوښت ټينګار ولري، د علمي پرمختګ لپاره دې پرانيستی، عادلانه او برابر چاپيريال جوړ کړي او د علمي نوښت په برخه کې دې زياتې ګډې همکارۍ وکړي او يو له بل سره دې لاسته راوړنې شريکې کړي.

څلورم: نړيوالې ادارې کې دې اصلاح راشي. د نړۍ ټول هېوادونه دې پر رښتيني څواړخيزم ټينګار وکړي، د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او مشارکت مفکوره دې عملي او د عادلانه اصولو په رڼا کې دې نړيوال اداري سيستم اصلاح کړي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې هم ټينګار وکړ، چې هېواد به یې په ټينګ هوډ ورخلاصون ته دوام ورکړي، خپله دروازه به لاپسې پرانيزي او د رسيپ (RCEP)تړون او د يو کمربند او يوې لارې نوښت به باکيفيته عملي کړي او نړيوالو صنعتګرو او سوداګرو ته به زيات بازاري، پانګيز او پرمختيايي فرصتونه برابر کړي.